زموږ په اړه

پینځه نۍ د  ۲۰۰۵ زېږدیز کال د جنوري ۶

دا دمارکسیسم د نړېوال یون وېبپاڼه ده. د دې یون د مخینې یا تاریخ په اړه د لازیاتو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره مهرباني وکړئ د مارکسیسم د نړېوال یون د لنډې مخینې لاسوند ته ټک ورکړئ. همداراز تاسو کولی شی د مارکسیست د یون د آر یا سرچینې په اړه د تید ګرانت (Ted Grant) د بریتان یې د تروتسکسیسم د تاریخ (History of British Trotskyism) په کتاب کې ولولی.   

د نړۍ د روانو حالاتو په اړه زموږ د اندونو د بشپړې ارزونې او مارکسیست اوښتون او پاڅون د ورځنیو دندو او چارو په اړه د لازیاتو مالوماتو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ لاسوند – ۲۰۰۸ نړۍ لید (World Perspectives 2008) – ولولئ. د آګست د میاشتې په لومړیو کې د مارکسیسم د نړېوال یون د نړېوال کانګرس په لړ کې پر دې لاسوند بحث وشو، بدلونونه په کې رامنځته او په پای کې د نومړي کانګرس له لوري منظور شو. موږ همداراز د پانګواکۍ د اوسنیو کړکېچونو په اړه یو پرېکړه لیک هم خپور کړی دی. که چېرې تاسو زموږ اندونه او واندونه غوره بولی او ورسره هوکړه کوی، او د مارکسیست د اوښتون او پاڅون د بریالیتوب په تړاو د کارګر طبقې په غورځنګ کې د هلو ځلو مینه وال یی نو مهرباني وکړئ له موږ سره یوځای شی، یا زموږ د وېبپاڼې – Contact Us– برخې له لارې څخه په خپل هېواد کې د ټولنوالې (سوسیالېزم) د چوپړ جوګه شئ.