کوبانی څومره لاسونه په وینو سره دی؟

له غزی څخه نیولی تر کوبانی پوری اسلامی بنسټپالو او د صهونیت بربادی د پانګوال نظام د دی کړکیچ نښه ده چې پوره کرښه د بربادی، ذلت، او بربریت په اور کی سوزی. دا بی باوری د هری ورځی په تیریدو سره د زبیښاک دوه مخیتوب او منافقت هم را سرګندوی.په شام او عراق کی د اسلامی ریاست (آی ایس) په نوم وحشی بنسټپاله ټولۍ راپورته کیدل دا په ګوته کوی چي د دی متروک نظام په حدودو کی انسان د پر مختګ په ځای د پخوانی یا (ماضی بعید) په روحانی عقایدو او په روانیاتو کی غرق کیږ

ژباړه: ولی ولسپال

ېد ټولی نړۍ سترګي دا وخت د ترکی له سرحد سره تړلې او په شام کي پروت یو کوچنی ښارګوټی کوبانی په لور دي، چي دا وخت د اسلامی ریاست تر حملی لاندی دی. په ښارګوټی کی میښت  د خلقو د ساتلو اتحادیه چی ګڼ شمیر میرمنی هم ګډون پکی لري دخپلو سپکووسلو او لږو وسایلو په مرسته د اسلامی ریاست په مخ کی د تیرو ۲۴ ورځو څخه د یو پولادی دیوال په څیر ولاړ دي د کرد جنګیالو سره وسله په ختمیدو ده. او حالات په چټکۍ سره بدلیږي او د مړو شمیر تر ۵۰۰ پوری رسیدلی دي. د کرد جنګیالو  له پاره د خوراک او نورو موهیمو سامانو دپاره ترکی ته تللی بی وځله خلق د طیب اردوغان د سخت دریز دولت له خوا کوبانی ته د بیا تلو څخه را ګرځول شوي دي. په کوبانی باندی د اسلامی ریاست د قبضی ورسته چی کمه عامه وژنه کیدلی شی هغه د سوچ څخه لوړه ده. او د دی ټوله پړه به د طیب اردوغان د  اولس دشمن دولت په غاړه وي. د اروپا په ګډون په ټوله نړۍ کی د کرد اولس سره د یوالی او د ترکی دولت او امریکای زبیښاک په ضد لاریونونه دوام لري. په خپله په ترکی کي د اردوغان د دولت په ضد د ترکی وګړو په لاریونونو او مظاهیرو کي تر ۲۰ زیات اولسی وګړی وژل شوی دی. مظاهیره چیان د ترکی دولت څخه د پولې د پرانستلو اود (وای پی جی) کوبانی کرد جنګالو ته د وسلو خوراکی توکو او مرستو رسولو غوښتنه کوي. د طیب اردوغان د دولت له خوا د اسلامی ریاست بنسټپالو سره ملاتړ د یو چا څخه هم پټ نه دی. ترکی دولت داسلامی ریاست په مرسته د وای پی جی د ځپلو امید لری په دی لړ کی د زرګونو بیګنا انسانانو د وژلو لپاره هم تیار دی چي هغو کرد خواریکښانو او ځوانانو ته سبق وروښې چي د ترک ریاست دخپل بادار په توګه نه مني. د ترک ریاست څخه دا هیله کول چې د کرد اولس سره به مرسته وکړی او په کوبانی کي به په دی هکله مداخلت وکړی بی ځایه غوښتنه ده. اردوغان لومړی دا خبره څرګنده کړه چي دوۍ د یو ازاد او متحد کردستان په ځای اسلامی ریاست ته لومړیتوب ورکوي. اردوغان دا ویلی وو چي د دوۍ په نظر کی اسلامی ریاست او (پی کی کی) کردستان کارګر ګوند یو شان دي. ځکه په ترک پارلیمان کی یو شکمن کرارداد منظور شو چي په هغه کی دا ویل شوی وو چي ترکی فوځ به د ترهګرو په ضد عملیات کوي د ترک دولت لپاره د ترهګرو څخه مراد اسلامی ریاست نه بلکه کرد جنګیالی دي. اسلامی ریاست د خواریکښانو خلقو او چپ لاسو قوتو د سوچ ښکاره دښمنان دی او د تمدن او کلتور د هری نښی د له منځه وړلو لپاره را ولاړ شوي دي. د ا بربریت د هغو جهادی ګروپونو ژیږنده دي چي د امریکای زبیښاک او سیمه یزه ځواکونو په وسلو ټریننګونو او مالی مرستو راپورته شو او د بشارالاسد په ضد د پراکسی په توګه و کارول شو. د دی مکروه چال نتیجه د توقع سره سمه راووته. داسلامی ریاست منظمه کړۍ د خپل بادار د ولقی څخه ووته او د سر درد یې ورته جوړ کړ. دا لومړی ځل نه دی چي دا لوبه کیږی د نن طالبان او د قاچاق په توره دنده ککړ په درځنو وسله وال ګروپونه هم امریکای (سی آی ای) په افغانستان کی د کمیونیزم په ضد د ډالرو جهاد په وخت کی و کارول. اسامه بن لادن د ۱۹۸۰ په وخت کی د سی آی ای د ځانګړی لوبی ستر کرداروو.

امریکا متحده ایالات او اروپای استبداد د اسلامی ریاست په ضد (وای جی پی) او کرد کارګر ګوند (پی کی کی) د یو ګټی په توګه کارولو کی هیڅ ستونزه نه لري خو د څو زره کوبانی کردانو لپاره دوی نه غواړی چي د ناټو یو غړی هیواد ترکی خپه کړي. له بلی خوا اردوغان له اسلامی ریاست سره ښه اړیکې لري او تر اوسه دوام لري. همدا رنګه د امریکا اتحادیان بډای خلجی هیوادونه هم د د تور لیستو او بدو جهادی ګروپونو سره دوام داره مرستی کوي. د ترکی او نورو هیوادو له خوا د اسلامی ریاست سره په ښکاره مرسته باندي تش په نامه نړیوالی ټولنی مجرمانه چوپتیا غوره کړی ده. عبدالله اوجالاوان او د (پی کی کی) کرد کارګر ګوند هغه خوش فهمی چي د اردوغان په هکله وه وخت غلته ثابته کړه. اردوغان د ترکی ریاست هغه مکار او مطلق العنان نماینده دی چي د عراقی کردستان د تیلو په ذخیرو باندی قبضه کول غواړي او په شمالی عراق کی یو داسی کرد دولت جوړول غواړی چي د ترکی لاسپوڅی وی او په دی لړ کي یې هلته د کرد مشرانو سره د ښه اړیکو درامه پیل کړی ده.

حالاتو او واقعاتو د جمهوریت منافقانه سفارت کی نغښتی ترکی ریاستی جبر په خپله بی پردی کړ. همدا اوس اردوغان او د هغه بدمعاشان په دی هیله دی چي ژر تر ژره د کوبانی مقاومت وځپل شی او اسلامی ریاست په سیمه قبضه وکړي. له دی ورسته به د اسلامی ریاست په لاسو د اولسی ابادۍ عامه وژنه وشي چې په دی به د استبداد باداران د (څمڅاری) د مکر اوښکی توی کړی او کارپوریټ رسنۍ به ښه شر او ژوږ جوړ کړی او همدابه د ترک فوځ ته دا پلمه په لاس ورکړي چي په کوبانی او خوا وشا سیمو قبضه وکړی او د ترکی په مرسته به یو بفر زون را منځ ته کړی او د دی زون یا سیمی مطلب به د شام په ډیره سیمه د ترکی قبضه وي.

په واشنګتن، لندن، پارس او برلن کی ناست ستر منافقین لومړی لا د بفرزون د جوړیدو په فکر کی دي. داسی بفر زون به په رښتیا د شام د قامی سلامتی په ضد وي. د عراق او افغانستان په ګډون د ډیری هیوادو د بربادی زمه وارانو ته داسی کوچنۍ سرغړونی څه فرق ورکوی؟ غربی زبیښاک به د ترکی مخ ته دا هډوکی واچوي او هغه څه به تر لاسه کړی چي دوی یه غواړي. د شام په ځمکه به د ترکی فوځ و کارول شي، خو د ترکی فوځ د کردیانو سیمی ته د دی لپاره نه ځی چې هغوۍ ته ازادی ورکړي بلکه دوی به هلته نیمه خپلواکه سیمه او سیمیزه ځواک له منځه وړي. او په شام کی د دریو کالو څخه روان کورنی خونړی جنګ څخه برباد اولس په مخ کی به یو بل د جبر دریز پرانستل شي او د شام لپاره د اردوغان او د هغه د بلواګرو له خوا سخت دریزی به یواځی د دشام لپاره نه بلکه د ترکی د خلقو لپاره هم خطرناکه ثابته شي. په ترکی کي یوځل بیا د دولت په مخالفت کی مظاهیرو سر راپورته کړی دي چې د دی څخه د راتلونکی څرک په ښکاره لیدل کیږي. د اردوغان سرګندی زبیښاکی ارادې او په څنګلورو هیوادو کی ګدوډی جوړول په اسانۍ سره په ترکی کی هم خوریدلی شي. او له دی سره په کوبانی اود شام په نوره کردی سیمه کی د اسلامی ریاست د مذهبی لیونتوب په لاسو د کردی وګړو امکان لرونکی وژنه به په ترکی کی میښت کردی سیمه کي (دترکی دولت په ضد) بغاوت چاودیدونکی شکل غوره کړي.

له دوو اونیو وروسته که څه هم چي امریکای جنګی الوتکو د کوبانی او نوره کردی سیمه کي د اسلامی دولت په ضد بمباری پیل کړي، خو دا بمباری په خپله د اسلامی ریاست لپاره ډیره بی ضرره دی او اثرات یی ډیر لږ دي. امریکا د دواړو خواو تر منځ د جنګ او مرګ دا لوبه لیدل غواړی. د متحده ایلاتو د باندنیو چارو وزیر جان کیری په ښکاره تورو کي دا خبره کړی ده چې په کوبانی کی د اسلامی ریاست د قبضی مخه نیول د امریکا د سټراټجیک ګټو برخه نه ده. هغه د انګلستان د باندنیو چارو د منشي سره رسنیو ته په ګډه وینا کي وویل کم څه چي په کوبانی کي کیږي په رښتیا سره ډیره د ډار یا ویری خبره ده، خو کله کله د سټراټجیکو مقاصدو لپاره شاته هم تګ کیدلی شي. د کردی اولس د ازادی په مبارزه کي د زبیښاکیانو څخه د هر راز مرستی امید کول به لویه غلطی وي.

استبداد همیشه کردیان د خپلو ګټو لپاره د د یو کاغذ په توګه کارولی دي. په قتل غارت او ریاستی جبر کی نوم وتی ترکی اشرافیه سره خبري کول به یو بله ستره تیروتنه وي، دابه تر بل هر زبیښاک څخه هم لویه تیروتنی وي. کردی اولس باید د خپلو حقوقو او قومی ازادی په دی جنګ کی د دوی اصلی او فطری اتحادیان د نړۍ او ترکی زحمتکښان او عادی وګړی له ځان سره ملګری کړی. یواځی کردی وګړی د طیب اردوغان او کی ګینګ څخه تنګ نه دي بلکه په خپله د ترکی وګړې هم د تیردوبی څخه په ترکی کي د دولت په ضد په ټول هیواد کی لاریونونه او مظاهری وکړي چي تر اوسه له لږ کښتوالی او پورته والی سره دوام لري. په ترکی کي د قامی ستونزی حل د پانګوال نظام د ختمیدو سره تړلی دي.او په دی هیواد کي د خواریکښانو او ځوانانو انقلابی غورځنګونه راولاړیدل به په دی کرښه باندی خپل ژور اثر غورځوي. یواځی د طبقاتی مبارزی او دسوسیالست انقلاب لاره د زبیښاک درندګی، طبقاتی زبیښاک، په قامی بنسټونو استبداد او ریاستی جبر څخه د خلاسیدو یواځنی لاره ده.