د جواهر لال نهرو او قاید اعظم جناح په نوم د یوي جسم فروشي لیک،

هیله ده چې تر دی له مخه به تاسي ته د یوي جسم پروشی لیک نه وي در لیږل شوی. او دا هیله هم ده چې تر نن ګړۍ پوری به تاسو زما په څیر د نورو میرمنو صورت هم نه وي لیدلی. زه په دي پوهیږم چې تاسو ته دا لیک لیکل څومره څپک عمل دي.او هغه هم یو داسی لیک. خو څه وکړم حالت هم دا ډول دي او په تیره بیا د دي دواړو جنکیو غوښتنه دومره تنده ده چې د دي لیک د لیکلو څخه په هیڅ ډول شاته نه شوم. دا لیک زه نه درته لیکم دا لیک بیلا او بتول په ما لیکې. زه د زړه له کومې بښنه غواړم که چیري زما په لیک کي کومه جمله بده درباندي ولګیده نو دا زما مجبوری وبولۍ د بیلا او بتول په غوښتنه دا لیک لیکم.

دا دواړه جنکۍ څوک دي او ولی یې دومره شدیده غوښتنه ده؟ تر دي هر څه له مخه زه د خپل ځان په هکله څه ویل غواړم. ویریږی مه زه تاسو د خپل شوم یا ناپاکه ژوند څخه خبرول نه غواړم. زه تاسي د خپل شوم ژوند په تاریخ هم خبرول نه غواړم. دا ویل هم نه غواړم چې زه څنګه او په کوم حال کي یوه جسم فروشه شوم. د یو شریفی جزبی تر سیوری لاندې ستاسو څخه د خواښوګۍ غوښتنه نه کوم. زه ستاسو د سپڅلو زړونو په درک سره د خپل څان سپیڅلتیا هم نه پیښوم. د دي لیک حدف دا نه دی چې زه تاسی د جسم فروشی د پټو رازونو څخه خبرول غواړم. زه یواځي د خپل ژوند په هکله یو څو داسي خبرې کول غواړم چې په راتلونکی کي د بیلا او بتول په ژوند اغیزه کولی شي. تاسی په څو څو وارې ممبۍ ته راغلی یاست جناح صاب خو ممبۍ ډیره لیدلې ده. خو تاسي به چیري زموږ بازار لیدلی وي؟ په کوم بازار کي چې زه اوسیږم دي ته فارس سړک وای. فارس سړک د مدن پوره او ګرانټ سړک تر منځ پروت دي. د ګرانټ سړک هغ لوری ته پارلمګنټم سړک، اوپر هاوس، چوپاټی ډرایور او فورټ سیمي دي هلته د ممبۍ معتبرین اوسیږي او په مدن پوره کي دي خوا ته غریبان اوسیږي فارس سړک د دواړو تر منځ دي امیر او غریب دواړه ګټه تری اخلي په دي حساب فارس سړک مدن پوری ته ډیر نږدی دي ځکه دا د غریبو یا بیوځلو او جسم پروشو تر منځ واټن را کموي. دا بازار دومره ښکلی نه دي او نه یې اوسیدونکي دومره  ښکلي دي. د دي بازار په عین منځ کی شپه او ورځ د ټرام غرهاری وي. دلته بی شمیره کوڅه ډب سپي، بریتور، نښیان، وزګار او په جرمونو ککړ خلګ د دي کوڅو د طواف د پاره راروان وي. ګوډ ړانده، بدماشان، رینیان، پکان، کوکین بازان او جییب وهونکي په لوړ سر او خلاسه سینه ګرځي. ناپاک هوټلان. خراب دریګزی، د کثافاتو ډیرانونه او په هغو ناست په سلګونو زره مچان د سون د ډبرو او لرګیو ګوداکومونه، د دندي دلالان، باسی هار خرڅونکي. کوکین خرڅونکي، د لغړو انځورونو خرڅونکي، چینی سلیماني، اسلامی سلیماني او داسی نور لنګ په پښو پالوانان او زموږ د ژوند ټول کثافات په فارس سړک دي. ښکاره خبره ده تاسي به دلته ولي راځې یو عزتداره سړی دي ځای ته نه راځي هر څومره شریف خلګ چې دی هغه د ګرانټ سړک هغ لوری ته اوسیږي. او تر هغو چې هم زیات عزت لرونکې دي هغه په ملبار هل کي اوسیږي. زه یو ځل د جناح صاب د هجری له مخه تیره شوې یم هلته ما په سر تیټولو سره سلام هم وکړ بتول هم راسره وه. بتول ستا (جناح صاب) سره دیره مینه لري. او دومره عقیده درته لری چې زه یې هیڅ بیانولی نه شم. د خدای او رسول وروسته یواځې ستا ارمان لري. هغې ستاسي انځور په غاړګۍ (لاکټ) کي پیلی دي او د سیني سره یې تړلی دي ( په بد نیت نه). د بتول عمر ۱۱ کاله دي او کوچنۍ جیلکۍ ده. نو د فارس خلګ له اوسه لا د هغي په هکله بدي ارادی لری خو خیر هغه به بیا درته ووایم.

نو دا دي د فارس سړک چیري چې زه اوسیږم د فارس سړک لویدیځ لور ته د چیني سلیمانی خواته هلته د یوی تیاره کوڅي په کونج کي زما دکان دي. خلګ خو ورته دکان نه واي خو خیر ته پوه سړی یې څه به یې درڅخه پټوم دا به ووایم هلته زما دکان دي او هلته زه داسي خرڅلاو کوم لکه څنګه چې یو ترکاري پلورونکی، د میوې پلورونکی، هوټل وال، موټروان، سینما وال، د رخت پلورونکی یا کوم بل دکاندار چې راکړه ورکړه کوي. او هر پلورونکی د اخستونکی د خوښۍ سره سره د خپلې ګټي فکر هم کوي. زما خرڅلاو هم دغسی دي یواځي دومره توپیر لري چې زه تورنه ( د فریب) دکانداري نه کوم نور زما او نورو پلورونکو تر منځ هیڅ توپیر نه شته. دا دکان په سم ځای کی نه دي دلته دشپی څه چې د ورځي خلګ نوک وهي په دي تیاره کوڅه کي خلګ خپل جیبونه تش کي او رهې شي، شراب وڅښی او لاړ شي بی شمیره کنځلې کیږي. دلته په هره خبره خلګ یو بل په چاکوګانو وهې هره دومه دریمه ورځ یو وژل کیږي. مطلب دا چې د انسان ژوند په خطر کي وي. او په تیره بیا زه خو دومره ښه جسم فروشه هم نه یم چې په کراري کي ووسیږم د سمندر په غاړه یوه خونه ځان ته واخلم.  زه ډیره د ټیټي کچې جسم فروشه یم که څه هم ما ټول هندوستان لیدلی دي او د هر ګودر اوبه مي څښلي دي او د ډول ډول وګړو په مجلس کي مي ناستي کړي دي. خو له تیرو لسو کالو څخه په همدی ممبۍ ښار کي په همدی فارس سړک او په همدی دکان کي ناسته یم. او اوس خو د دي دکان لنګوټه هم تر ( ۶) زرو پوري را پیدا کیږي. که څه هم داځای دومره ښه نه دي هوا بنده ده څلورو خواوو ته خټي دي د کثافاتو ډیرانونه پراته دي او پمن سپي د ویریدونکو اخستونکو داړلو ته بي تابه وي بیا هم د دي ځای لنګوټه ښپږ زره ده. په دي ځای کي زما دکان په یو پوړیزه ودانۍ کي دي. په دي کور کي دوي خوني دي. یو خونه زما دناستي د پاره ده. دلته زه سندري وایم نڅا کوم، او پیرودونکي خوښحاله وم. او ښا ته خونه د پخلنځي د لامبلو ځای او د خوب د خوني په توګه کاروم. دلته یوی خواته نل دي بلي خواته هنډۍ او یو لوي پلنګ پروت دي تر دي لاندي بل کوچنی پلنګ دي تر هغه هم لاندي زما دکالیو صندوق دي. په د باندي خوا خونه کي بریښنا شته خو په دننه خونه کي توره تیاره ده. د ځای مالک د کلونو څخه ځای ته رنګ نه دي ورکړی او نه به یې ورکړي دومره وخت له چا سره دي زه خو ټوله شپه نڅا کوم سندري وایم او د ورځي په همدي ځای کي په بالښت سر ولګوم او ویده شم. بیلا او بتول ته مي د ښا خونه ورکړي ده. اکثر پیریدونکې ( اخستونکې ) هغي خوني ته دلاس او مخ وینځلو د پاره ورشي بیلا او بتول ورته په وازو سترګو ګوري. کوم څه چې د دوي سترګي واي زما لیک هم دا ویل غواړي. که چیرته دوۍ زما سره دلته نه وای نو دي ګناګاري به ستاسي په چوپړ کي دا ګستاخي نه وای کړي. پوهیږم چې نړۍ به په ما توکې، په دي هم پوهیږم چې کیدای شي زما دا لیک به تر تاسی پوري نه درورسیږي. بیا هم مجبوره یم دا خط به ضرور لیکم ځکه چې د بیلا او بتول همدا خوښه ده. کیدای شي ته دا فکر کوي چې بیلا او بتول زما لوڼي دي. دا سمه نه ده. دوي دواړه جنکۍ ما دبازار څخه اخستي دي. کوم وخت چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ فساد په شدت سره روان وو په ګرنټ سړک فارس سړک او مدن پوره د انسانانو ویني د اوبو په څیر بهیدلي. په هغو ورځو کي د یو مسلمان دلال څخه بیلا ما په درې سوه کالداري واخسته. دي مسلمان دلال دا جینۍ د کردلي څخه راوړي وه چیري چې د بیلا مور او پلار اوسیدل. د بیلا مور پلار د راول پنډۍ د راجه بازار تر مخ پونچ هاوس ته مخامخ  کوڅه کي اوسیدل. د منځنۍ طبقي کورنۍ وه په سادګي او شرافت مشهوره وو، بیلا د خپل مور پلار يواځنۍ لور وه. کله چې مسلمانانو هندوان تر تیغ تیرول پیل کړل په هغه وخت کي بیلا په څلورم ټولګی کي زده کړي کولي. دا ده دولسم جولای کیسه ده کله چې بیلا د ښونځی څخه د کور په لور راروانه وه هغې د خپل او نورو هندوانو د کورونو تر مخ غوغا ولیده دا خلګ وسلوال وو او کورونو ته یې اورونه اچول هغوۍ خلګ، ماشومان او میرمني د کورونو را ایستلي او وژل یې. د الله اکبر چیغي يې وهلي. بیلا په خپلو سترګو د خپل پلار وژل ولیدل او د مور څا یې د هغی تر مخ له بدنه ووته. وحشي مسلمانانو د دي د مور تیان پري کړي وو. هغه تیان چې له هغو څخه يوه مور عسای مور. هندو مور عیودي مور یا مسلماني مور خپلو ماشومانو ته شیدي ورکولي. د انسانانو په ژوند کي د کایناتو په پراخیدو کي یې د تخلیق یو نوی دریز پرانستی، هغه د الله اکبر د نارو سره پریکیدل. ایا چا د تخلیق سره دومره ستر ظلم کړی دي؟ کومي ظالیمي تیاري د دوي په زړونو کي تیاره دننه کړي وه.  ما قران لوستی دي او زه پوهیږم کوم څه چې په راولپنډۍ کي د بیلا د مور او پلار سره وشو هغه اسلام نه وو، هغه انسانیت نه وو، هغه دښمني نه وه، هغه غچ اخسته هم نه وو، هغه یو داسي سعادت، بي رحمي، بزدلي او شیطانت وو چې د تاریخ د سیني څخه راووت او د رڼا اخري څرک یې هم داغدار کړ.

بیلا اوس زماسره ده. زما له مخه هغه د ږیرور مسلمان سره وه.د بیلا عمر تر دولس کلو زیات نه وو چې هغي په څلورم ټولګی ګي زده کړي کولي که چیري هغه په خپل کور کي واي نو اوس به په پنځم ټولګی کي وه، بیا به لویه شوي وه او د هغي مور او پلار به د دي واده په یوه شریفه کورنۍ کي ورکړی وو د یو مسکین هلک سره بیلا به په خپل کور کي د خپل خاوند او وړو ماشومانو سره د خپلی کورنۍ  د کوچنیو کوچنیو خوښیو سره اوسیده خو په دي نازکي غوټۍ بي وخته خزان راغۍ. بیلا اوس د دولسو کلو نه مالومیږي د دي عمر ډیر کم دي خو ژوند یې ډير ځوړ دي. د دي په سترګو کي چې کومه ویره ده هغه د انسانیت تریخوالی او د ویني تنده محمد علي جناح قاید اعظم صاب که چیري ته په خپله ووینې نو ممکنه ده چې پري پوهي به شي. او د دي دا بي اسري سترګي که وګوري، او ته خو یو شریف انسان یې تا خو به د شریفې کورنۍ معصومي جنکۍ لیدلي وي؟ هغه که مسلماني وي یا هندواني وي د معصومیت کوم مذهب نه وي دا د ټول انسانیت امانت دي.د ټولي نړۍ میراث دي. او څوک چې یې ختمول غواړي هغه به د نړۍ د مذهبونو یو خدای هم ونه بښي. بیلا او بتول دواړي د سکنیو خویندو يه څیر زما سره اوسیږي. بیلا او بتول سکنۍ خوندي نه دي. بتول مسلمانه جنۍ ده او بیلا په هندو کورنۍ کي زیږیدلي ده. که بیلا د راولپنډۍ څخه راغلي ده نو بتول هم د جالندر په یو کلی کیم کرن کي د یو پټان ( پښتون ) په کور کي زیږیدلي ده. د بتول د پلار اوه ۷ لوڼي دي د دریو واده شوی دي او څلور لا ناستي دي.د بتول پلار په کیم کرن کي یوه کوچنۍ بزګري لرله. مسکین پټان وو خو غیرت مند وو د لسګونو کالو څخه راغلی وو او به کیم کرن کي میښت شوی وو. د جاټانو په دي کلي کي هم دا دري څلور کوره پټانان اباد وو، دا خلګ چې په کوم جبر او اور کي اوسیدل  د دي اټکل به کیداي شي پنډت صاب تاته له دي څخه مالوم شي  چې دي مسلمانانو ته په دي کلي کي د جوماعت جوړولو اجازه هم نه وه. دوي به په خپل کور کي پټ لمونځ کولو له هغه وخت را په دي خوا چې رنجیت سنګ د عنان واکمني اخستي وه له هغه وروسته چا په دي کلي کي اذان نه دي کړی. دهغه (پټان) زړه له رڼا ډک وو او دنیاوي مجبورۍ یې دومره وي چې هیڅ اندازه یې نه وه خو دومره یې د ملګرتیا او روایاتو خیال ساته چې په شونډو یې د اخ توری نه دي راغلی.  بتول د خپل پلار ګرانه لور وه او په ټولو کي په اخري لمبر وه، تر ټولو کوچنۍ تر ټولو مینه ناکه او تر ټولو ښکلي وه دومره ښکلي وه چې د لاس په وروړلو سره رنګیدله. پنډت جي ته په خپله د کشمیر دنسل څخه یې او فن کار هم یې تاته خو مالومیږي چې ښکلا څه وي. دا ښکلا اوس زما د ګندګۍ په انبار کي ګډه وډه شوي ده. اوس به دا توپیر یو شریف نفسه انسان په ډیره ګرانه سره احساسوي او په دي ګندګي کي د غټو بریتو غله، بدماشان او داسي نور خلګ تر سترګو کیږي. بتول هیڅ زده کړي نه دي کړي. دي یواځي د جناح صاب نوم اوریدلی وو. دي فکر کاوه چي پاکستان به يوه لوبه وي په همدي وجه یې د پاکستان چغې وهلي وي. لکه څنګه چې د درو یا څلورو کالو ماشوم په څپل کور کي د انقلاب زنده باد ناري وهې. تر اوسه خو یواځي د یولسو کلو ده. هغه څو ورځي کیږي ماته راغلي ده یوه هندو دلال ماته راوړه او ما په پنځه سوه کالداری ځني واخسته. تر دي له مخه دا چیري وه هغه زه نه شم ویلی خو یوي ښځینه ډاکټري د هغي په هکله ډیر څه راته ویلي دي که دي واوریدل لیونی به شي. بتول هم اوس نیمه لونۍ ده د هغي پلار جاټوانو په دومره بی دردۍ سره وژلی دي چې د هندو تمدن ښپږ (۶) زره کلن تاریخ پوستونه يې ټول ځني ایستلي دي. انسانی بربریت او وحشت د ټول قدرت مخ ته سرګند شو. لومړی جاټوانو د ده سترګي ځني وایستلي بیا یې په خوله کي بولي ورکړي وي بیا يې نس ور څیري کړی وو او کلمي يې ځني را ایستلي وي. او بیا یې د هغه له واده شوو لوڼو سره مخ تور کړی وو (جنسي تیری). هغه وخت د هغوي د پلار د مړي په مخ کي يې د ریحاني، ګل درخشان، مرجانی،  سوهن او بیګم سره یو په یوه دي وحشي انسانانو د ګرم سال ( مندر) مجسمي ناولي کړي. له هغو ټولو میندو، خویندو او لوڼو سره دوي زنا وکړه چاچې دوي ته ژوند ورکړی وو. چاچې د دوي تر مخ د حیا او عاجرۍ په خاطر سر ټیټ کړی وو. هندو رواج خپله ابرو له لاسه ورکړي وه ، او خپل روایات یې تبا کړي وو، خپل دروندوالی یې له مځه وړی وو. نن د راګ ویدا (مذهبی کتاب) هر منتر خاموش وو، نن د ګرنت صاب هره دعا شرمنده وه، نن د ګتا (مذهبی کتاب) هر ایات ټپي وو. څوک شته چې زما له مخه د اجنتا د انځور نوم په خوله یاد کړي، او د اشوکا ( مذهبي خداي) کتبي را واوروي، او د ایلورا د صنم زادو سندري راته زمزمه کړي. د بتول په بي بسه او وچو شونډو کي د هغي په اننګو د وحشي ځناورو د غاښونو نښانونه او په پړسیدلو ښپو کي ستا د اجنتا مرګ دي. ستا د ایلورا جنازه ده. ستا د تمدن کفن دي. راشه راشه زه تا ته داښکلا درښکاره کړم چې یو وخت د بتول ښکلا وه. او دا ژوندی مړی درښکاره کړم چې د نن بتول ده. جزباتی شوم ډير څه راڅخه وویل شو. ماته په کار نه وو چې دومره څه مي ویلي واي کیدای شي چې تا به په دي سره ټیټوالی احساس کړی وي. او تر دي له مخه به کیدای شي ستاسو سره چا داسي نا سمي خبري نه وي کړي او نه به دی اوریدلي وي. کیدای شي چې تابه دا ټول نه شو کولی؟ خو بیا هم زموږ په هیواد کي ازادي راغله په هندوستان کي په پاکستان کي. او کیدای شي چې یوه جسم فروشه به دا حق لري چې دا پوښتنه درڅخه وکړي چې په بیلا او بتول به اوس څه کیږي؟

بیلا او بتول دوه جنکۍ دي، دوه اولسونه دي دوه تمدونونه دي، دوه مندرونه (ګرمسیل) دي، دوه جوماعتونه دي.د بیلا او بتول دا دنده نه ده خوښه. ما دوې اخستي دي. که زه وغواړم له دوي څخه هم د دي دندي کار اخستی شم. خو زه فکر کوم چې زه د دوي سره هغه څه نه کوم چې له دوي سره راولپتدۍ او جالندر وکړل. ما تر ننه پوري دوي د فارس سړک له نړۍ څخه جدا ساتلې دي. خو چې کله ما ته راغلي اخستونکي (ګراکان) د شا خوا خوني ته د مخ وینځلو د پاره ورشي نو د بیلا او بتول سترګي ماته خبري کوي، زه د دوي د سترګو تاب نه لرم زه تر اوسه د دوي په سوچ سمه نه پوهیږم تاسو په خپله د دوي د سترګو پیغام ولولې پتډت جي ته بتول خپله لور کړه او جناح صاب ته بیلا ته خپله لور ووایه. تاسو یو ځل دوي د فارس سړک له منګولو در ازادي کړۍ او په خپل کور کي یې ووسوې. د هغو سلګونو زرو ارواحو چغي واوري چې د راولپنډۍ څخه تر برت پوره او تر ممبۍ پوري یې ژوږ جوړ کړی دي. ایا يواځي په دولتي ودانیو کي دا غږونه نه اوریدل کیږي؟ ایا دا غږ اوریدل غواړۍ؟

ستاسو مخلصه: د فارس سړک یوه جسم فروشه.